داشغال تر سيوري لاندي دامنيتي تړون امضآکول
انجنير سيدعبدالقادر  انجنير سيدعبدالقادر

                                                                                                                                                         ۲۱ــ ۵ ــ ۲۰۱۳                                                                                                                                                      لومړي برخه : دامنيتي تړون حقوقي څرنګوالي ۰                                            دوهمه برخه :داشغال په تيرو کلونوکي يرغللګروولي قضايي مصؤنيت درلودي ؟   دريمه برخه : دامنيتي تړون د قضايي مصؤنيت په هکله دکرزي او اوباما تر منځ زرګري جګړه  ۰                                                                                                                               بازار ګرم دي دلوبو نن وجدان پکښي خرڅيږي

                                            داڅونه لوي وحشت دي نن انسان پکښي خرڅيږي                                                دالوبي  دغليم  دي زموږ ولس تې لومي ايښي                                               ژرپاڅي ددې خوبه ، کور دافغان پکښي خرڅيږي                                                                                                                                                                                                

 


لومړي برخه : دهيوادونو تر منځ  ستراتيژيکي او امنيتي  تړونونه  دنړيوالو قبول سووحقوقو له مخي  هغه وخت حقوقي مشروعيت پيدا کولايسي چی دواړه هيوادونه داستقلال لرونکي وي ۰ نه دا چی يو هيواد دبل هيواد تر پوځي يرغل لاندي راغلي  وي ، او دغالب هيواد مشرتابه دخپل ګوډاګي رژيم  د مشر تابه سره داسي تړونونه امضا کړي ۰ په حقيقت کي دانو دمغلوب هيواد ديرغمل ولس په وړاندي  دبشري اواقتصادي جناياتو څخه ډکه يوه  لوبه ده ۰ ځکه نو د هغو  سياسي کار پوهانو له نظره چی دافغانستان اوسني حالت ته دملي ګټو  دزاويي څخه ګوري ،  داسي وايي چی : اوباما په افغانستان کي امنيتي او ستراژيکي تړونونه  اصلآ  دخپل ځان سره امضا کوي ، د ا ځکه  چی  ددولت مشرتابه ددوي ګوډاګي دي ،  او هرڅه چی د امريکا جمهوررئيس غواړي هم هغه سي کوي ۰ له دې کبله نو هيڅ نوع حقوقي مشروعيت لرلاي  نه سي  ۰له نيکه مرغه په نړيوالو ميدياوو کي هم داسي واقعيتونه ليکل سوي دي چی پورتني کرښو ته دثبوت پوښ ورکوی ۰  زه د نړيوالو ميدياوو څخه څو بيلګي دهغو روشنفکره افغانانو له پاره دلته رانقل کوم چی هغوي دې وحشتناکه اشغال ته چی نه يوازي  په سلګونه زره بي ګناه ( ښځي ، ماشومان ، زاړه او ځوانان ) يي  په شهادت رسولي او ملي شتمني يي عملآ دچور او چپاول سره  مخامخ کړي ده بلکه  په دې بي صاحبه هيواد کي دامريکايي ځواکونو  شل پټي بنديخاني هم  شتون لري ،  چی  دبګرام دخاصو قوتونو دقومنداني  له خواه اداره کيږي ، ( د اسو شتيد پرس د ۹ ــ ۴ ــ ۲۰۱۱ نيټي دامريکايي سر چينو په حواله ) ۰ اوس  هم دبهرنيو دوستانو دپوځي حضور  په سترګه ورته ګوري ۰ اوس به دلته څو بيلګي دپورتني مسئلي  دښه و ضاحت له پاره  رانقل کړو ۰

ـــ  داشغال  ددې دولسو کلونو راهيسي دافغانستان هوايي او مځکني حريم داشغالګرو په صلاحيت او کنترول کي راغلي  دي ۰ چی دوي په دې کلونو کي  وکړايسواي چی هر ډول کيمياوي ، بيلوژيکي او نوري پرمخ تللي سلاحوي  دازمويني له پاره زموږ ودې بي صاحبه وطن ته راوړي او دمملکت په  مختليفو برخو کي يي زموږ پر بي ګناه ولس باندي استعمال کړي  ، او هم دارنګه دمحلي خلګو او رسنيو په حواله  دورځي  او دشپي له خواه زموږ دوطن دزيرمو څخه معدني مواد په کانتينرونو او الوتکوکي انتقالوي   ،  ولي  په وړاندي يي  تر اوسه څوک پوښتنه نه سي کولاي ۰ د بله طرفه داشغالګروهيوادونواکثره واکمنان دخپلو ناپاکو مخو له پاره دافغانستان مختليفو ولايتونوته د  ګوډاګي دولت د مخکني خبرتيا څخه پرته او بي له اجازي سفر کوي ، دا ځکه چی اشغالګر واکمنان  افغانستان ته دخپل ولايت په سترګه  ګوري ۰  چی نيژدي مثال يي په تيره اوني کي دکندوز ولايت ته  دالمان دصدراعظمي (  انګيلا ميرکل ) سفر وو ،  چی دافغانستان چارواکي هغه وخت په خبر سول ،  چی ددې الوتکه په هوايي ډګر کي دکښينا ستو په حالت کي وه ۰ چی ډيرو رسنيو هر ځل پر داسي کړونو باندي تبصري کړي دي ، او بيرته چپتيا اختيار سوي ده ۰ او هم دجمهوري رياست واکمنانو ته دولس په پټه  دلسو کلونو راپه دې خواه  دامريکا ، بريطانيا او ايران داستخباراتو دميلونونو ډالرو ورکړه يوه آزاد هيواد ته توجيه کيدلايسی ؟  که دااشغا ل نه وي ، نو نه پوهيږم چی اشغال نو ښکرونه او لکۍ  لري ؟

 ــــ   دوال سټريټ امريکايي مجلي د۲۰۱۰ کال د اګست د  وروستي ګڼي په يوه برخه  کي داسي ليکلي دي : دامريکا داستخباراتو داداري ( سي آي اي )  ځايي رئيس چی دسپايډر په مستعار نامه کار کوي ، له کومي ورځي چی کرزي واک ته رسيدلي ، دافغانستان له حکومت سره کار کوي ۰ او هم دارنګه دسي آي اي دچارواکو له خولي ليکي ، سپايډر په افغانستان کي د طالبانو درژيم دړنګيدو مخکي له کرزي سره يو ځاي افغانستان ته تللي او هغه مهال چی يوي امريکايي الوتکي په غلطي کي پر هغي غونډي چی کرزي هم پکښي ووبمونه وغورځول ، هم دا سپايډر ووچی دافغانستان راتلونکي ولس مشر يي وژغوري ۰ او تردې پيښي څو ساعته وروسته دبن په کنفرانس کي ، دافغانستان دمشر په توګه اعلان کړل  سوو ۰

او هم دارنګه دامريکا دمتحده ايالاتو دويکلي سټندرد د ۲۵ ــ ۳ ــ ۲۰۱۳ نيټي  خپروني د ( ښه افغانستان يو ښه ولس مشر ته ضرورت لري ) سرليک لاندي مقالي په يوه برخه کي داسي راغلي دي : که جمهور رئيس اوباما تر اوسه پوري دافغانستان راتلونکي ولس مشر نه وي انتخاب کړي ، اوس يي وخت رارسيدلي دي چی په کابل کي دامريکا سفير ته او دسي آي اي رئيس ته وظيفه ورکړي ، چی يو ښه کانديد وپلټي او دهغه حمايت وکړي ۰

ـــ دمارچ پر ۱۳ مه نيټه ښاغلي کرزي دهلمند ولايت دلښکرګا ه په ښارکي دهغه محل  دخلګو سره دخپلي وينا په يوه برخه کي داسي وويل : امريکايان پوهيږي چی دافغانستان خلکو او دولت دا درک کړي ده چی دلته جنګ دمعدنونو پرسر باندي دي اوزياته يي کړه چی په افغانستان کي  خارجي قوتونه دخپلو شخصي ګټو له پاره جنګيږي ۰ او هم دارنګه يي وويل چی په هلمند کي ډيري معدني زيرمي وجود لري ، چی دنوي تکنالوژي په جوړولو کي کار ځيني اخستل کيدلايسي ۰ چی قيمت يي نيژدي دري تريلونو ډالرو ته رسيږي ۰ ولي کرزي دليتيوم او يورانيومو نومونه وانه خستل ، چی په هلمند کي په پراخه اندازه شتون لري ۰ دآزادي دراډيو ۵ ــ ۸ ــ ۲۰۱۰ نيټي په حواله دامريکا ددفاع دوزارت دڅرګندونو له مخي ،  افغانستان  دليتيوم دشتون له کبله په نړي کي دونه داهميت وړ دي لکه عربستان چی دتيلو له کبله اهميت لري ۰ بايد  وويل سي چی دامواد  په لاسي ټليفونونو او  ليپ تاپ کي کار ځيني اخستل کيږي ۰ 

  ـــ نيژدي دري کاله مخکي دالمان جمهور رئيس ځکه استعفا ته اړ کړل سوو چی دافغانستان دکندوز په ولايت کي دخپلو سربازانو سره دخبرو په مهال داسي ويلي وه  دالمان غوندي يو هيواد ته چی بهرني سوداګريي داقتصاد لويه برخه جوړه وي لازمه ده چی دخپلو اقتصادي غوښتونو له پاره خپل سر تيري په بهر کي دندو ته وګماري ۰ دا ځکه چی دولس څخه پټ سوي راز يي  رسواه کړ ، نو استعفا ته مجبوره سو۰

ـــ په افغانستان کي دګرجستاني عسکرو دشتون له کبله  دګرجستان جمهور رئيس ساکا شويلي دخپل ولس دسختو  نيووکوپه وړاندي داسي ويلي دي ،  موږ ځکه افغانستان ته خپل سربازان ليږلي دي چی  زموږ سربازان جنګي تجربو ته ضرورت لري او دا تجربه په افغانستان کي په ښه ډول  زده کولايسي  او موږ په افغانستان کي دقوت خاوندان کيدلايسو ( ۵ــ ۹ ــ ۲۰۱۰ ) کليد ۰ دادي وګوري چی يرغلګروته افغانستان د يو لابراتوار او ولس يي دموادو په څير اهميت لري ۰

ـــ دامريکا په کانګريس کي ډاکټر ران پا ول د۳ــ ۷ ــ ۲۰۱۰ نيټي باندي دې مشهور سياست وال ( داوباما سره په لومړي دوره کي دجمهوري خواهانو يو کانديد هم وو )  کانګريس ته يوه بيانيه ورکړله ، واقعيت دادی  چی په مقاله کي يي ډير واقعيتونه نغښتي  وه دبيلګي په ډول ،  دبيانيي په يوه برخه کي داسي ويلي دي زموږ مشرانو پر عراق باندي دحملي له پاره موږ ته درواغ وويل او دافغانستان دنيولو له پاره هم موږ خطا ايستلو ۰ آيا موږ ته ددې جنګ دپراخولو په حصه کي يو ځل بيا هغسي درواغ نه ويل کيږي ،لکه  په ۱۹۶۰ مه لسيزه  کي چی ويتنام دجنګ دپراخولو پر مهال ويل کيدل ۰

 ـــ د۲۰۱۲ کال دمۍ پر ۲۵ مه نيټه  د ګاردين دورځپاڼي په حواله ، دامريکا د شيګاکو په ښار کي  دناټو دسر مشرزي غونډي په وړاندي په لس هاوو زرو دجنګ ضد فعالينو مظاهره وکړله چی ددوي په منځ کي ډير داسي سربازان هم وه چی دعراق او افغانستان دجنګ څخه ستانه سوي وه ۰ او ډيرو کسانو په دې مظاهره کي دجنګ ضد بيانيي ورکړلي ۰ ۴ نفرو سربازانو خپل هغه مډالونه چی په دې جنګونوکي يي تر لاسه کړي وه دتالار پرلور وروغوځول ، ددوي دی ډلي څخه  يوه سرباز داسي وويل : هيڅ مډال ، نشان او بيرغ نه سي کولاي چی هغه انساني تکليفونه چی دې جنګ منځ ته راوړي دي پټ يي کړي او فقط په يوه کلمه کي ورته وايم چی شرم دي ، دعراق او افغانستان دخلګو په وړاندي متا سفه يم او بخښنه غواړم ۰ بل سرباز بيا داسي وويل : زه دا مډالونه نن بيرته ورکوم ځکه غواړم چی دوجدان سره ژوند وکړم نه دا چی دخپل ضمير بندي سم زه دعراق او افغانستان دخلګو څخه بخښنه غواړم ځکه چی هيوادونه مو ور خراب کړي دي ۰ دليکني په وروستي برخه کي دملګرو ملتونو دامنيت شورا د۲۰۰۱ دسيپټمبر د۱۲ او ۲۸ مي نيټي د ۱۳۶۸ او ۱۳۷۳ پريکړو ليکونو ته چی امريکاته يي د سيپټمبردتروريستي پيښي په هکله دمشروع دفاع حق ورکړ، په هکله يي  لږ څه وليکو:  داشغال په تيرو کلونو کي بهرنيانو ، دګوډاګي رژيم نوکرانو او يو شمير نور سياسي ګوندونو ، او يو شمير روشنفکرانو دخپلو شخصي او ګروپي ګټو له پاره افغانستان اشغال نه بلکه ددوستانو نظامي حضور بللي دي ۰  او رژيم يي هم دامنيت دشورا دپريکړي قانوني پايله بللي ده ۰ په داسي حال کي چی : «کوفي عنان د سيپټمبر په ۲۴ عمومي اسا مبلي ته دخپل کلني راپور دوړاندي کولو په ترڅ کي وويل : چی امريکا ته دنيويارک دپيښي له کبله رسيدلي تاوان ، داحق نه ورکوي چی دتروريزم سره دمقابلي په پلمه په هر عمل لاس پوري کړي ۰ د ( ای ، بی ، سی ) په يوه ټلويزيوني پروګرام کي ديوه امريکايي خبريال ( ديان سوير ) ديوه سوال په ځواب کي وويل : ( ۰۰۰ د م ، م مخکني پريکړه طالبان دې ته اړکوي چی بن لادين م ، م ته تسليم کړي ۰ که طالبان دغي غوښتني ته هرکلي نه وايي تر تعزيراتو لاندي به راسي ۰ اما دسياسي نظام بدلون دافغانانو کار دي نه دبهرنيو قوتونو ۰ ( دمحترم ډاکټر روستا تره کي ليکنه ) » ۰

دياولو وړ خبره داده چی دملګرو ملتونو دامنيت شورا ددې صلاحيت نه لري چی دخپلي پريکړي په نتيجه کي  د يو هيواد حاکميت نسکوره او په عوض کيي نوي حاکميت پر ولس باندي تحميل کړي ، دا ځکه چی دادهيوادونو کورني موضوع ده او دملګرو ملتونو دصلاحيت څخه ليري کاردي ، ځکه نو کوفي عنان پورتني خبره کړي ده ۰ بياهم دبوش اداري دامنيت دشورا د ۱۳۶۸ او ۱۳۷۳ دپريکړو ليکونو څخه په ښکاره سرلغړونه دطالبانو حاکميت نسکوره او پر ځايي  بل امريکا ته وفاداره  د پخواني تښتيدلو بشري او اقتصادي جنايتکارانو او يوشمير په غرب کي دوطن پلورني په روحيه تربيه سوي افغان اصله امريکايي او اروپايي  تکنوکراتانو څخه ګډ يو حاکميت ديوه شرکت په څیر دبي ۵۲ الوتکو په زور دافغانستان پر يرغمل ولس تحميل کړ ۰ همدا ډول د امريکا تر رهبري لاندي دناټو ځواک د  ۲۰۱۲ کال دمارچ پر ۱۹ مه نيټه  دامنيت دشورا  د مارچ د ۱۷  مي نيټي د۱۹۷۳ پريکړه ليک( په پريکړه ليک کي دليبيا پردولت باندي دهوايي تحريم لګول وه چی د ليبيا دولت ونه کړايسي پرخپلو مخا لفينو باندي هوايي بمبارد وکړي ) څخه په ښکاره سرلغړونه دليبيا پر قانوني حاکميت باندي يرغل وکړ او څو مياشتي وروسته يي دمرحوم قضافي دولت  نسکوره او پرځاي يي  خپل ګوډاګي رژيم دليبيا پر ولس په زور باندي  تحميل کړ۰پر افغانستان باندي دامريکا تر رهبري لاندي دناټو دپوځي يرغل ناوړي پايلي نه يوازي افغانانوبلکه  نړيوالو هم  په خپلو سترګو باندي وليدلي  ۰ ځکه نو افغان سياسي ملي ګوندونه ،  اجتماعي جوړښتونه او ټولو افغان روشنفکران بايد په دې حساسو شيبو کي  په دې باندي پوه سي ،  چی ددې بشري او اقتصادي جناياتو دوتلو څخه  يوازني لاره  د سياسي حل د يو ميکانيزم جوړيدل  دي چی بايد دملي ګټو په نظر کي نيولو سره په يوه  بين الفغاني کنفرانس کي جوړ ، تصويب او ملګرو ملتونو اداري ته ديو ټاکلي کميسون له لاري  وسپارل سي ۰  

نوربيا ۰  

 

 


May 22nd, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات